په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې
شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.
د همدې ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د استازو او ځایي خلکو په همکارۍ یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه.
په یاده ناسته کې موضوع په هر اړخه ډول وڅېړل شوه، چې په پایله کې د دواړو لورو په خوښه یوه عادلانه پرېکړه وشوه، چې د ښکېلو خواوو مشرانو له لوري تأیید شوې او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د سولې په فضا کې ژوند کوي او د شوې پرېکړې هر مادې ته بهژمن پاتيږي.
همداراز، د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې هغه شخړه، چې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه چې له امله یې یو تن زخمي شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ملا تحمیدالله غازي د متنفذینو سره د پېښې شوې ستونزې په اړه د داوړه خواوو څرګندونې واورېدلې.
اي کې د شرعي اصولو پر بنسټ پرېکړه اعلان کړه چې په دې سره رامنځته شوې دښمني پای ته ورسیده او دواړه کورنۍ د اخوت او ورورولۍ پر لور روانې شوې.
