خوست کې د ۲۸ کلنې شخړې حل

taqi_admin
Tue, Dec 30 2025 3:02 PM
خوست کې د ۲۸ کلنې شخړې حل
خوست کې د ۲۸ کلنې شخړې حل

یکشنبه ۷/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷
د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست رئيس مولوي ميا محمد ولي صديقي په مشري د قومي مشرانو، متنفذينو او ځايي ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولسوالي په يګدن سيمه کې د دوو پلرنيو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۲۸ کلونو اوږدمهاله شخړه حل او ښکېلو خواوو د ورورولي ژوند پيل کړ.

د دې شخړې پر مهال دواړو لوريو ګڼې کورنۍ ستونزې ګاللې، چې د هغوی ژوند يې تريخ کړی وو او هیڅ ډول راشه درشه يې سره نه لرله. مسؤلينو په خپل منځګړيتوب سره لومړی موضوع وڅېړله بيايې واکونه ترې واخېستل او د شريعت په رڼا کې يې د هغوی ترمنځ په فيصلې کولو سره غاړه غړۍ کړل.

په پای کې دواړو کورنیو په یاده پریکړه رضایت څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به هيڅ ډول بد اقدام او کرکه نه کوي بلکې د اخوت ژوند ته به دوام ورکوي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu