په نورستان او هرات ولايت کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو غونډې ترسره شوې

taqi2_admin
Mon, Sep 01 2025 2:35 PM
په نورستان او هرات ولايت کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو غونډې ترسره شوې

 

دوشنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کانتیوا او د هرات ولایت په کرخ ولسوالي کې د قومي مشرانو، دیني علماوو او د خلکو د استازو په ګډون پراخې غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د سیمو اوسېدونکو خپلې ټولنیزې، اقتصادي او سيمه ييزې ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې او د حل لپاره یې غوښتنه وکړه.

ګډونوالو د خپلو سیمو د عامه خدماتو د نشتون، د سړکونو خرابوالی، د ښوونیزو، روغتیایي مرکزونو د کمښت او د ځینو سیمه ییزو شخړو یادونه وکړه. يادو ګډونوالو د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل چې د دغو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي ترڅو خلک له اسانتياوو برخمن شي.

د غونډې په اوږدو کې مسؤلینو د خلکو غوښتنې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د ټولو ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارې راجلب شي. دوی زیاته کړه چې د ولس غږ ته غوږ نیول د اسلامي امارت له مهمو دندو څخه دي تر څو مشکلات يې يو په بل پسې حل شي.
 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu