د لوګر ولایت ولسونو ته د پراختیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ټاکل شوي پلاوي سفر

khoram_admin
Wed, Dec 25 2024 9:32 AM
کمېته

 

چهارشنبه ۱۴۴۶/٧/۲۲

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي ته د یوه پلاوي په مشري دنده سپارل شوې وه، ترڅو په لوګر ولایت کې د مرستیال والي په مشري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کمېټه جوړه کړي. 

د دغه کميټې له جوړولو وروسته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محمد نادر سنګین، د ښوونې او روزنې رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني او مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مرستیال والي محمد انور دين پرور او د اړونده ادارو له مسؤلينو سره وکتل. 

دغه سفر داسې مهال ترسره کيږي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې وه، چې د لرې پرتو او له خدمتونو څخه بې برخو سیمو د لومړنیو ستونزو را ټولولو لپاره يوه کمېټه جوړه کړي تر څو د یوې ځانګړې کړنلارې له مخې یادو ولسونو ته د سرکونو، روغتیا، اوبو او انرژۍ، مخابراتو، ښوونې او روزنې په برخو کې عملاً کارونه پیل شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu