په بلخ او بادغيس ولايتونو کې د جلا جلا کورنيو تر منځ شخړې حل شوې

khoram2_admin
Tue, Aug 27 2024 2:48 PM
شخړې

د بلخ ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې هغه دښمني پاي ته ورسيده چې پرمهال يې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و او تر منځ يې لا هم د تاوتريخوالي هڅه کيده، دغه شخړه چې شاوخوا يوکال يې دوام کړی و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس مولوي سردار محمد محمدي او ګڼو نورو رياستونو مسؤلينو په هڅو يادې کورنۍ سره بيرته پخلا شوې. له دې سره د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس الحاج مولوي محمد قاسم په هڅو د علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ قلعه نو سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې پر سر راپورته شوی جنجال حل شو. دواړو طرفونو د مسؤلينو په شوې پريکړه خوښي وښوده او خپل سولييز ژوند يې پيل کړ. د خلکو او قومونو تر منځ ولسي اختلافات، شخړې او دښمنۍ له منځه وړل، يووالي، وروولۍ، سولې او صميميت ته يې رابلل د اميرالمؤمين حفظه لله تعالی ځانګړی حکم دی، چې د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو وزارت او ولايتي رياستونو په همکارۍ دغه چاره ډيره ښه او منظمه مخته روانه ده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu