په بادغیس ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه حل شوه

khoram_admin
Thu, Mar 21 2024 9:21 AM
خبر

۱۰/۹/۱۴۴۵

د بادغیس ولایت سنګ آتش ولسوالۍ د کلالي سیمې د دوو کورنیو تر منځ دوه میاشتې مخکې را منځ ته شوې شخړه چې د یاد ولایت د محکمې له لوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست ته سپارل شوې وه، د یاد ریاست د مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب  د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه. 

د ناستې په پیل کې د یاد ریاست رئیس مولوي محمد قاسم ضمیر د قومونو ترمنځ د اختلافاتو حل کول خپله وجیبه وبلله، په یاده قضیه کې ښکېل لوري یې اتحاد او یووالي ته راوبلل، زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین د خلکو تر منځ د ورورولۍ فضاء حاکمولو ته ژمن دي. 

په پای کې د شخړې ښکېلو لوریو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مشرانو له هڅو قدردانی وکړ او ژمنه یې وکړه چې یوله بل سره به د وروڼو په څېر ژوند کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu