د منګلو او خروټو له قومي مشرانو سره لیدنه

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۹:۱۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري په ۳۰ نېټه په داسې حال کې، چې ورسره مل پلاوی هم حاضر ؤ د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د منګلو او خروټو قومونو تر منځ پر ځمکي او غره باندې د روانې شخړې د حل په موخه د دواړو قومونو له قومي مشرانو سره په جلا جلا توګه وکتل.
په لیدنه کې دواړو لورو وویل، چې تر ۲۰ کلونو ډیره موده کیږي، چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر غره او ځمکي د منګلو او خروټو دعوه ده، چې په دې ترڅ کې د دواړو لورو تر منځ وسلوالي نښتې هم شوي، چې اوس هم جګړه روانه ده او په دې جګړې کې دواړو لورو ته ځاني او مالي زیانونو اوښتي دي.
قومي مشرانو وویل: موږ غواړو، چې زموږ تر منځ د راغلي پلاوي له خوا سمه پریکړه وشي، تر څو جکړه پای ته ورسیږي او دواړه وروڼه قومونه په سوله کې ژوند وکړي.
وروسته ښاغلي احمدزي او د پلاوي نورو غړو دوی ته ډاډ ورکړ، چې د دواړو لورو تر لیدنې او د خبرو تر اوریدولو وروسته به اسنادو ته په کتو سره هڅه وکړي، چې داسې سمه او عادلانه پریکړه وکړي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu