په بادغیس ولایت کې ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۹
عکس

پنجشنبه، د ۱۴۴۶ کال د ذوالقعدې ۱۰مه

د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار په سیمه کې د ساداتو او سرخابي قومونو ترمنځ هغه دښمني چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې پیل شوې وه.د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسولینو، د شخړو د حل شورا غړو، او د سیمې د قومي مشرانو په هڅو او منځګړیتوب سره پای ته ورسېده.د یادو مسؤلینو او قومي مشرانو د څو ورځو هڅو او تفاهم وروسته، ښکېل اړخونه دې ته راضي شول چې پخوانۍ ستونزې شاته پرېږدي او په خپل منځ کې د ورورولۍ فضا رامنځته کړي.په همدې موخه دواړو لوریو په بشپړ رضایت سره هوکړه وکړه چې له دې وروسته به نه یوازې له شخړو او دعوو ډډه وکړي، بلکې د تلپاتې سولې، یووالي او تفاهم فضا به په خپلو کې پیاوړې وساتي او د سوله ییز‌ ژوند لور ته به ثابت قدم شي.د سیمي اوسیدونکو  د دواړو قومونو دا پرېکړه وستایله او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره، چې د دوی هر ډول ستونزو ته حل لارې لټوي همکاري وکړي او په ټولو برخو کې به ترې خپل ملاتړ جاري وساتي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu