د غزني په ناور ولسوالۍ کې ۲۳ کلنه شخړه حل شوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۱۲
Mobta

۱۳/۲/۱۴۴۵

 د غزني ولایت ناور ولسوالۍ د ګرم آب په سیمه کې د هزاره او کوچي قومونو تر منځ د ځمکو او څړځایونو پر سر را منځته شوې شخړه چې له ۲۳ کلونو را په دېخوا یې جریان درلود نن د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه.

یاده شخړه چې له کبله یې یو تن هم وژل شوی و، نن ورځ یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، د شخړو د حل کمیسیون او د دواړو لوریو د قومي مشرانو له لوري روغه جوړه وشوه.

د هزاره وو د رضا بیګ قوم او د جوري کوچیانو تر منځ دغه منازعه چې د ناور ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له لوري د شخړو د حل کمېسیون ته راجع شوې وه، تر څېړنو او تحقیق وروسته د طرفینو او قومي مشرانو په حضور کې د نوموړي پلاوي له لوري پرېکړه ونیول شوه، یو لوري ته په کې یو څه نغدي پیسې د قتل د دیت په شکل ورکړل شوې او دواړه لوري یې ورورولۍ ته راوبلل.

د یادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد په ټولو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ شخړې حل کړې دي او د قومونو ترمنځ ناخوالو ته یې د روغو جوړو په واسطه د پای ټکی ایښی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu