د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ولسي غونډه جوړه شوه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۷:۶
mobta

۱۴۰۰/۸/۳دوشنبه

د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملانورالله نوري په داسې حال کې، چې د وزارت مقام د دفتر ریاست سرپرست  محترم شیخ حضرت ولي حقاني هم ورسره مل و، نن دوشنبه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم په ۳مه نېټه  بلخ  ته د خپل رسمي سفر په دويمه ورځ په هغې لويې ولسي غونډه کې ګډون وکړ، چې د اسلامي نظام د ملاتړ په پار ددغه ولايت د مرکز او مختلفو ولسواليو ګڼشمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، ملکي او پوځي چارواکو،  ځوانانو او ډ رسنيو د استازو په ګډون د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې جوړه شوې وه.

غونډه د کلام الله مجيد د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.

په پيل کې د بلخ ولايت سرپرست محترم ملا  قدرت الله ابوحمزه ، ښاغلي نوري او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، زياته يې کړه، له نن څخه شل کاله مخکې ښاغلی نوري د همدې ولايت د مسوول په توګه خپل هېواد او خلکو ته بې سارې خدمتونه وړاندې کړي و.

ورپسې څو تنو قومي مشرانو،  مخورو او چارواکو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او بلخ ته يې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير او مل پلاوي د سفر له امله خوښي څرګنده کړه او د ولسونو په انسجام، د نظام ملاتړ ته د خلکو رابللو او ولسي غونډو په جوړولو کې يې وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستايلې.

نوموړو له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې خپلې يو یو لړ سيمه ييزې  ستونزې د حل په موخه ورسره شریکې کړي.

mobta

ورپسې دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې بلخ  ولايت ته د خپل رسمي سفر ډ موخو په اړه چې هغه د اسلامي امارت د اهدافو او پاليسيو بيانول، د ولسونو د ستونزو اورېدل او  د اسلامي نظام ملاتړ ته د خلکو رابلل دي،  رڼا واچوله او مننه يې وکړه،  چې د بلخ شريف خلک د نظام ملاتړاو ساتنه  کوي.

ښاغلي نوري دغه راز نوموړو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو ادارو پورې ورسوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام وويل: افغانستان اوس د الله ج په مرسته او د مجاهدینو په قربانيو او هلو ځلو له اشغال څخه خلاص شو،  ددې وخت رارسيدلې، چې افغانان له اندېښنې پرته د هېواد بيا رغونې او اقتصاد د پياوړتيا  لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي نوري دغه راز د مجاهدينو مبارزو او سپېڅلو کارنامو ته په اشارې سره وویل: دا د افغانانو د مقدس جهاد پايله ده، چې اوس موږ د اسلامي نظام خاوندان يو او زموږ پت او عزت پکې خوندي دی.

په دې غونډه کې دغه راز ديني عالم شيخ عبدالغفار هم د اسلامي امارت چټکو فتوحاتو او برياوو ته په اشارې سره د اسلامي نظام ښېګنې او ګټې بيان کړې او خلک يې اتحاد او اتفاق ته راوبلل.

 

وروسته د وزارت د مقام ددفتر رييس محترم شیخ حضرت ولي حقاني خبرې وکړې زياته يې کړه: الله پاک پر موږ لوې احسان او پېرزوينه وکړه ، چې په خپل نصرت سره يې زموږ په هېواد کې اسلامي نظام ټينګ کړ، اوس دا د ټولو افغانانو مسووليت دی، چې د  اسلامي او شرعي نظام ساتنه او پالنه وکړو او د الله تعالی ددغه عظيم نعمت ناشکري ونه کړو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

A Meeting with Tribal Elders of Maidan Wardak Province

 

Saturday/11th/Oct/2025
Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaj Mullah Noorullah Noori, met with tribal elders, scholars and dignitaries of Narkh district of Maidan Wardak
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

وحدت در میان ملت و عملی شدن اصول اسلامی شرط های اساسی بقای نظام و پیشرفت کشور می باشد

 

سه شنبه ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۷

این اظهارات را مسؤلین  امارت اسلامی امروز در جریان یک نشست که تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم  در ولایت فاریاب تحت رهبری مولوی محمد علی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
Background image

تدویر نشست مردمی تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نشست بزرگ مردمی تحت رهبری مولوی محمد علی جان احمد، معین جرگه ها و هماهنگی امور قبایل وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل و هیئت همراه شان در ولایت سمنگان. . .

BACK TO NEWS

User account menu