د سوېل ختیځ زون ولسونو د عالي کمیسېون له مشرتابه سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۹:۳۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د سوېل ختیځ زون ولسونو د عالي کمیسېون له مشر ښاغلي ضیاالحق وزیرزي او ملګرو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه له ولسي جرګې څخه د باور رایې د ترلاسه کولو له امله ښاغلي صمیم ته مبارکي وویل شوه او د کمېسیون غړو د ښوونې او روزنې او د ځوانانو د وزګارتیا په برخو کې خپلې یو لړ ستونزې د وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شرېکې کړې.

ورپسې ښاغي محب الله صمیم د دوې له راتګ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: موږ به هڅه وکړو چې ستاسو ستونزو ته د وزارت د امکاناتو په چوکاټ کې حل لارې پیدا کړو، د وزارت دروازې د ټولو ولسونو پرمخ پرانیستی دی او موږ به په ګډه د ملي موخو په ترلاسه کولو کې هلې ځلې کوو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu