((  ولسونه بايد د نظام حمايت وکړي او د هېڅ ډلې په تبليغاتو ونه غولېږي ))

haqani_admin
Wed, Oct 28 2026 8:58 AM
((  ولسونه بايد د نظام حمايت وکړي او د هېڅ ډلې په تبليغاتو ونه غولېږي ))

سه‌شنبه ۱۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین، مولوي عنایت الله شجاع، دغه څرګندونې په فاریاب ولایت کې د یاد وزارت له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او همغږۍ په موخه جوړې شوې ولسي غونډې پرمهال وکړې.

نوموړي خلک د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی اطاعت ته راوبلل او ويې ويل: چې ولسونه باید د نظام د ملاتړ ترڅنګ د یووالي او همغږۍ په لاسته راوړلو کې خپله ونډه او مسؤليت ادا کړي او د هرې ډلې د تبلیغاتو پر وړاندې له غور او دقت څخه کار واخلي. ښاغلي شجاع زیاته کړه، چې افغانان باید هغه خلک درک کړي، چې شل کاله یې په بېلابېلو نومونو غولولي دي، ځکه د هغوی کړنې او پایلې ټولو ته څرګندې دي.


ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي محمد آجان رهبر په خپلو خبرو کې وويل: هر څوک چې د افغانستان او نظام پر وړاندې د بد نیت له مخې د لاس غځولو هڅه وکړي، ولس او نظام به یې په ګډه مخه ونیسي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د هېواد امنیت او اتحاد ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. هغه له خلکو وغوښتل، چې د شرعي احکامو په پلې کولو او خپرولو کې خپلې هڅې جاري وساتي.

غونډه کې دیني عالمانو او قومي مشرانو وویل، چې د ا.ا.ا له راتګ سره په هېواد کې د امنیت او ولسي همغږۍ فضا برابره شوې ده. هغوی د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د مسؤلینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د افغانستان دښمنان د اسلامي امارت او ولس ترمنځ د بيلتون هڅې کوي، خو دا هڅې بې‌ځایه، خيال او ليونتوب دي، هېڅوک نه شي کولای د ولس او نظام ترمنځ فاصيلې ايجاد کړي. دوی همداراز د خپلو سيمه ييزو ستونزو په يادولو سره له مسؤلينو وغوښتل، چې د حل لارې ورته ولټوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu