د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې له ولسونو سره غونډه

haqani_admin
Mon, Oct 26 2026 3:20 PM
د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې له ولسونو سره غونډه

دوشنبه/۱۴/ جمادی‌الاولی  ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د یوه پلاوي په مشري د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې (د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شريعت د نفاذ او همغږۍ) په عنوان له ولسي خلکو سره غونډه ترسره کړه چې پرمهال یې د یادې ولسوالۍ ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او ځوانانو ګډون کړی وو. 

د دغې غونډې په ترڅ کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب د ناستې ګډونوالو ته د شخړو د حل او د وزارت له لوري د نورو ترسره شویو فعالیتونو یادونه وکړه ویې ويل، چې دغه وزارت په ټول هېواد کې له څلورو زرو زیاتې شخړې حل کړې او د خلکو د پخلاینې او اتحاد په برخه کې یې لاسته راوړنې د یادولو دي. 

هغه دغه راز د خلکو او مسؤلینو ترمنځ د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ ویې ویل چې، د اسلامي امارت مسؤلین ځانونه د خلکو خدمت ته ژمن بولي او د ولس د ستونزو حل خپل مسؤلیت ګڼي.

ورپسې ديني عالمانو او قومي مشرانو غونډې ته خبرې وکړې ویې ویل، چې د اسلامي نظام د قیام لپاره ټولو خلکو قربانۍ ورکړې دي نو ساتنه یې د ټولو ګډ مسؤلیت دی. یادو مشرانو ژمنه وکړه چې د اميرالمؤمنين حفظه الله فرمانونه، د ټولنې د سمون لپاره دي او دوی به یې په خپرولو او پلي کولو کې پوره همکاري کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu