په بامیانو او بلخ ولایت کې د دریو بېلابېلو شخړو پخلاینه

haqani_admin
Mon, Oct 26 2026 2:52 PM
په بامیانو او بلخ ولایت کې د دریو بېلابېلو شخړو پخلاینه

دوشنبه/۱۴/ جمادی‌الاولی ۱۴۴۸

د بامیانو ولایت د مرکز اړوند لاله‌ خېلو په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه، چې درې کاله وړاندې رامنځته شوې وه، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب‌الله سجاد، د شخړو د حل کمېسیون غړو او متنفذو قومي مشرانو په منځګړیتوب د یوې دودیزې جرګې په ترڅ کې حل شوه. 

د پخلاینې پرمهال دواړو لورو خپل اختیار لیکونه مصلحینو ته وسپارل او د هغوی پرېکړه یې ومنله، چې په دې سره یې روغه جوړه وشوه او له جرګه کوونکو سره یې ژمنه وکړه چې نور به د وروڼو په څېر یو له بل سره ژوند کوي. 

دغه راز د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ د چهل‌ ګزي سیمې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر ۶ کلنه شخړه هم د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي سردار محمد محمدي او قومي مشرانو په هڅو حل شوه. د دغې شخړې د پخلاینې پرمهال ښکېلو لورو یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړل او خپله پخوانۍ شخړه یې پای ته ورسوله.

همدارنګه، د بلخ ولایت مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند د بابا یادګار په سیمه کې بیا د دوو کورنیو ترمنځ یوه کلنه بدي چې دواړه خواوې ورڅخه ځورېدل. تېره ورځ د یاد ریاست د مسؤلینو او مصلحینو په ګډو هڅو حل شوه. د شخړې د حل په غونډه کې دواړه خواوې د مصلحینو په پرېکړه راضي شول او د روغې جوړې له پایلې یې خوښي څرګنده کړه

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu