سرپل کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه

haqani_admin
Sun, Oct 25 2026 2:00 PM
سرپل کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همکارۍ د پیاوړتیا په موخه غونډه وشوه

یکشنبه ۱۳ جمادی الاول ۱۴۴۸

سرپل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معین مولوي عنایت الله شجاع په مشرۍ پراخه ولسي غونډه وشوه، چې موخه یې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او د خلکو او مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ پراختياوه.

په غونډه کې مولوي عنایت الله شجاع د هېواد د خپلواکۍ، ثبات او یووالي پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل: افغان ولسونو د تاریخ په اوږدو کې د یووالي او اتحاد لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د تفرقه خپروونکو تبلیغاتو پر وړاندې هوښیار و اوسي او له هېواده بهر مېشت افغانان بېرته خپل وطن ته راستانه شي تر څو د خپلو هېوادوالو ترڅنګ په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

په دغه ولسي غونډه کې قومي مشرانو خپلې سیمه‌ ییزې ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې او د ا.ا.ا هر اړخېز ملاتړ یې څرګند کړ. يادو قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې د نظام تر شا به ولاړ وي. دوی له مسؤلینو وغوښتل چې د سرپل ولایت ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu