په بلخ ولایت کې رامنځته شوې شخړه پای ته ورسېده

haqani_admin
Sun, Oct 25 2026 10:07 AM
په بلخ ولایت کې رامنځته شوې شخړه پای ته ورسېده

دوشنبه/ ۱۳/ جمادی الاولی/ ۱۴۴۸

د بلخ ولایت مرکز اړوند د افتخار بلخ کلي د دوو اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه، چې د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په ترڅ کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په دوامداره هڅو او د قومي مشرانو او مخورو سپین‌ ږیرو په همکارۍ او منځګړیتوب حل او په دوستۍ بدله شوه.

د یادې شخړې د حل په موخه جوړه شوې غونډه کې علماوو، مصلحینو د  بښنې او خپلمنځي ورورولۍ په اړه خبرې وکړې هغوی له دواړو لوریو وغوښتل چې د بښنې او تفاهم له لارې ستونزه حل او د راتلونکو اختلافاتو مخه ونیسي. د جرګې له لوري د عادلانه پرېکړې تر کېدو وروسته، دواړو لوریو پرېکړه ومنله او د روغې جوړې هوکړې ته ورسېدل.

د غونډې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې له یو بل سره هیڅ دول ستونزه نه لري هغوی همداراز د شخړو د سوله‌ ییز حل، د قومي یووالي د پیاوړتیا او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او تفاهم د ټینګښت په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، قومي مشرانو او مخورو هڅې ارزښتناکې وبللې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu