د ننګرهار کې د ځمکې د وېش پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

taqi_admin
Tue, Aug 11 2026 8:35 AM
د ننګرهار کې د ځمکې د وېش پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

دوشنبه ۲۶ صفر المظفر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست په مشري د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په دوامداره همکاري د دغه ولايت په حصارک ولسوالي کې د ځمکې د وېش له امله د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ راپورته شوې شخړه حل او فصل شوه.

د دغې روغې جوړې پرمهال علماوو اومسؤلينو ښکېلو خواوو ته لومړی د سولې، غفوې او يوبل منلو په تړاو هراړخيزې خبرې وکړې اوبيا يې له هغوی وغوښتل چې، د دښمنۍ او نفاق پرځاي ګډ او سولييز ژوند ته مخه کړي، چې په همدي موخه يې ترمنځ د خير فيصله وشوه او يوبل ته ورغاړې وېستل شول.

د يادې کورنۍ مشرانو د جرګه کوونکو او اسلامي امارت د مسؤلينو هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه، چې د دوی له لوري د شوې فيصلې له مخې به يو بل ته هيڅ خنډونه، نه جوړوي بلکې د ورورولي ژوند به سره کوي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu