افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته

taqi_admin
Sat, Aug 01 2026 11:52 AM
افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته

شنبه ١٧ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو په دغه ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوې جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: د اسلامي امارت مشران د دوی په زړونو کې ځانګړی ځای لري او د مشرتابه د ټولو فرامینو او ارشاداتو اطاعت خپله دینی وجیبه ګڼي.

دوی د اسلامي امارت په صف کې اطاعت او همغږي بې سارې وبلله او زیاته یې کړه، چې له پنځولسېزو وروسته پر افغانانو یو داسې با امنه نظام حاکم شوی چې په نړۍ کې یې سیال نشته. د هغوی په باور که دا یووالی او همغږي وساتل شي هيواد به په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې لا ستر پرمختګونه وکړي. قومي مشرانو له حکومت څخه د سړکونو، کلینیکونو، ښوونځیو او مخابراتي شبکو د پراختیا او جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: جهاد یو الهي مکلفیت و او د ننني امنیت، ثبات او ارام ژوند بنسټ د همدې قربانیو په برکت اېښودل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې اوس د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ پړاو پیل شوی، نو د هر افغان مسؤولیت دی چې د هيواد په رغونه کې خپله ونډه واخلي.

ښاغلي نوري صيب زیاته کړه، چې هغه پراختیایي پروژې چې کلونه یې چارې درېدلې وې اوس د بشپړېدو وروستيو پړاوونو ته رسېدلې دي. نوموړي د یووالي په اړه وویل: نن په افغانستان کې د ورورولۍ او اتفاق داسې فضا رامنځته شوې، هغه کسان کومو چې پرون زموږ مخالفت کاوه نن مو هرکلی کوي او د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره له نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu