په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

taqi2_admin
Mon, Mar 30 2026 11:41 AM
په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له دریو لسیزو را په دېخوا دوه کورنۍ پکې ښکېل وې.دغه شخړه،چې دیاد ولایت دچمتال او چهاربولک ولسواليو دشش پیکال په سیمه کې له٣٠کلونو راهیسې دکرنیزې ځمکې پرسر روانه وه،دیاد پلاوي دمنځګړیتوب او هڅو په پایله کې ښکېلي لوري اول یوې مرکې ته دعوت شول او د موضوع په تړاو یې له پوره غور او څېړنې وروسته ترمنځ د سولې او پخلاینې فیصله وشوه.

د یادې روغې جوړې پر مهال علماوو او مسؤلينو ښکېلو خواوو ته د سولې او عفوې په هکله هر اړخيزې خبرې وکړې او بيا يې له هغوی څخه وغوښتل چې، د جنجالونو او نفاق پر ځای ګډ او سوله یيز ژوند ته مخه کړي، چې په همدې موخه يې ترمنځ د خير فيصله وشوه او په دې سره یې شخړه په دوستي بدله شوه.

 

ښکېلو خواوو د یادې شخړې پر هواري خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له مسؤلينو څخه یې د مننې کولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې تردې وروسته به د یو بل په وړاندې خنډونه نه ایجادوي او د ورورۍ ژوند به کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu