په ننګرهار او کنړ ولايتونو کې د شخړو له امله بيلابېلې کورنۍ بېرته سره پخلا شوې

khoram_admin
Wed, Oct 23 2024 9:30 AM
شخړې

سه شنبه ١٩/۴/۱۴۴۶

د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته شوې شخړه حل شوه، چې د ښکېلو کورنيو ترمنځ يې ژور خپګان رامنځته کړی وو او له يو بل سره يې راشه درشه نه کوله.

د ننګرها ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشرۍ، د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ آمريت، علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب لومړی د دغو کورنيو مسؤلينو ته د عفوې اوبښنې په تړاو ويناوې وشوې او بيا دواړه کورنۍ سولې، اخوت او ورور ولۍ ته را وبلل شوې، چې په همدې توګه د جرګه کوونکو له لوري سره غاړه غړۍ شول او دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

په ورته مهال د کنړ ولايت په مرکز اسعد آباد کې د دوو هيوادوالو تر منځ هم یو جنجال د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس ملا تحميد الله ارشاد غازي په مشرۍ لومړی د دواړو لوريو څخه عام او تام واکونه واخيستل شول او بيا يې تر منځ مصلحينو منصفانه فيصله وکړه، چې طرفينو پرې قناعت حاصل کړ او يو بل يې وبښل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu