د نورستان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره کتنه

khoram_admin
Sun, Jul 07 2024 2:08 PM
د نورستاني مشرانو سره ناسته

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملانور الله نوري  په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالي له یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو سره د دفاع وزارت اړوند د فرمانونو او حکمونو د تعقيب له رئیس قاري محمد حنیف ازاد  سره وکتل.

په دې کتنه کې راغلیو قومي مشرانو د خپلو سیمو یو د لړ ستونزو د شریکولو تر څنګ له سرپرست وزیر څخه وغوښتل چې د دوی د غصب شویو ځمکو د راګرځولو په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملانور الله نوري د نورستان له راغلیو قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه په مننې وویل نورستان موږ ته له ځانګړي اهمیت څخه برخمن ده او ولس ته یې رسیدنه زموږ په لومړیتوبونو کې قرار لري.
ښاغلي نوري څرګنده کړه چې د یاد وزارت دروازه د افغانستان د ټولو ولسونو پر مخ خلاصه ده او دوی ته یې ډاد ورکړ چې ستونزې به یې تر اړوندو مراجعو رسوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu