په میدان وردګو ولایت کې قومي مشرانو ته یو ورځنی ورکشاپ دائر شو

khoram_admin
Tue, Jan 30 2024 11:57 AM
خبر

۱۸\۷\۱۴۴۵
په میدان وردګو ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د سید آباد ولسوالۍ څو تنو قومي مشرانو ته د اقلیم د بدلون په اړه یو ورځنی ورکشاپ دائر کړ چې پر مهال یې د یاد آمریت آمر ښاغلي امین الله اخندزاده او قومي مشرانو ګډون کړی وو. 
په پیل کې د یاد ریاست آمر راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: ستاسو له راټولولو څخه مو هدف دا دی چې د یادې ولسوالۍ د اوبو کچه لوړه شي او د اوبو د ارزښت په اړه ستاسې معلومات زیات شي تر څو په راتلونکې کې د اوبو له کمښت سره مخ نه شو.
قومي مشرانو د مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه چې په یادې ولسوالۍ کې دې د بې ځایه برمو وهلو مخنیوی وکړي او همداراز د اوبو ذخیره کولو لپاره دي د حکومت او همکارو مؤسیسو له لوري چیک ډیمونه ورغول شي. د دغه ورکشاپ په ورستیو کې مسؤلینو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې یې واورېدلې او د حل لارو چارو لپاره به یې کوښښ کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu