په رحمان بابا لېسې کې د نيالګيو کښېنول حشر تر سره شو.

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
mobta


د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم نن سې شنبې د کب پر شلمه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د رهبري په لارښونه د دغه وزارت په رحمان بابا ليسې کې د نيالګيو کښېنولو د ملي حشر د ورځي په مناسبت د سمسور، اباد او سوليز افغانستان لپاره نيالګي کښېنول شول.
د نيالګيو ايښودلو په دغو مراسمو کې د ښوونې او روزنې رئيس محمد نبي شهاب، د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاويد احمد وفا، د رحمان بابا ليسې امر محمد عمر معصومي، د بايزيد روښان انستيتوت امر حکمت الله ناشر، د څېړونکو د بورد امر عبدالرشيد حکيمزوی او د رحمان بابا ليسې اداري کارکوونکو او استادانو ګډون کړی ؤ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu