په کونړ کې د سولې په خبرو کې د ځوانانو فعالې ونډې تر سر ليک لاندې غونډه.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۹:۱۳
mobta

د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د کب میاشتې پر(۴ مه) نېټه د سولې په روانو خبرو اترو کې د ځوانانو فعالې ونډې او په تېرو دوه لسيزو لاسته راړنو د ساتنې او لا پرمختګ په موخه، سولې لپاره د ځوانانو اړيکو ګروپ په نوښت او د سرحدونو او قبايلو چارو رياست په همکارۍ د دې رياست د جرګو په تالار کې غونډه جوړه شوه، چې په مراسمو کې يې د سرحدونو او قبايلو چارو رييس استاد فريدالله(حسام)، له مرکز(کابل) څخه راغلي پلاوي، قومي مشرانو، علماء کرامو، ګڼو کونړ مېشتو ځوانانو، مدني فعالانو او خويندو برخه لرله چې د ګډونوالو شمېر يې نږدې(۲۵۰) تنو ته رسېده.

مراسم د قرانکریم څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پیل او ترې وروسته ملي سرود خپور شو.
ورپسې د سولې لپاره د ځوانانو اړيکو ګروپ د دارالنشاء آمر سنګر(اميرزاده) وينا وکړه د جرګې ګډونوالو ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ، د سولې او امن په ټينګښت کې د ځوانانو پر ارزښتمن رول خپلې خبرې وکړې زياته يې کړه، چې ځوانانو ته پر ارزښت ورکولو سره د تلپاتې سولې او امن ټينګښت شونی دی، ځکه د ټولنې ټول قشرونه او په ځانګړې توګه ځوانان تر بل هر وخت لوستي او ځيرک دي او خپلې خبرې يې د سرحدونو او قبايلو چارو له مشرتابه او کونړ مېشتو ځوانو څخه په مننې پای ته ورسولې.

ورپسې سياسي فعال راحت الله(ساپي)، مولوي ضياء الرحمن(الله يار)، ځوان کدر حشمت الله(ژمن)، افغان ځوانانو د ټولنې مشر غورځنګ(سيال)، مدني فعال شعيب(غروال)، قومي مشر زمرک(عابد) او څارنوال ذاهدالله(سرتور) يو پر بل پسې په خپلو خبرو کې د سولې ټينګښت تر څنګ د سولې د پايښت او تضمين غوښتنه هم وکړه، دوې همداراز وويل: چې د سولې خبرو اترو کې دې افغان ځوانانو ته فعاله ونډه ور کړي.
وروسته په کونړ کې د سولې لپاره د ځوانانو اړيکو ګروپ استازي ساجدالله(افغانمل) د غونډې پرېکړه ليک ولوست چې په کې د سولې په تړاو د دايمي اوربند غوښتنه شوې وه.
جرګه په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت په دُعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د شریعت د تنفیذ په موخه په ولسواليو کې له ولسي خلکو سره د همغږۍ غونډې

 

پنجشنه ۱۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د محلي ادارو لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي شريعت د تنفيذ په موخه د پنجشير ولايت په حصه اول، د کاپيسا ولايت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

BACK TO NEWS

User account menu