په ننګرهار ولایت کې  د ۱۱ پروژو چارې  پیل شوې

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۵
په ننګرهار ولایت کې  د ۱۱ پروژو چارې  پیل شوې

 

چهار شنبه ۱۴۴۷ کال د ربیع الأول۲۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي له یوه پلاوي او سیمه‌ ییزو مسؤلینو سره یو ځای په ننګرهار ولایت کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان د تطبیق په موخه د ۱۱ پروژو پرانیسته داسې مهال وکړه چې د سیمې ګڼ شمېر ولسي سپین ږیرو هم حضور درلود. 

د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي غزنوي د پروژو د مبارکۍ تر څنګ وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له فرمان سره سم به د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د سړکونو، پلونو، پاکو اوبو، کلینیکونو، مدرسو، جوماتونو او استنادي دیوالونو په برخه کې ۴۰ پروژې تطبیق شي، چې له جملې یې د ۷۱ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۱ پروژو چارې به یې له نن څخه وروسته په رسمي توګه پیل شي.  نوموړي د سیمې له  خلکو  وغوښتل چې د پروژو په تطبیق کې له مسؤلینو سره په ګډه څارنه او همکاري وکړي، تر څو دا پروژې په اساسي او معیاري ډول پلي شي. 

په دغو مراسمو کې مرستیال والي عزیزالله مصطفی هم خبرې وکړې، زیاته یې کړه د اسلامي امارت ټول مسئولین ژمن دي چې په بشپړ صداقت او وفادارۍ سره د خپل هېواد د بیا رغونې او هوساینې لپاره هلې ځلې وکړي. د سیمې خلکو د اسلامي امارت له لوري د دغو پروژو  له عملي کېدو څخه په مننې سره وویل چې د یادو ولسوالیو خلکو په تېرو شلو کلونو کې د خونړي یرغل له کبله سختې ستونزې ګاللې، ځکه مو د اسلامي امارت له مسولینو غوښتنه ده چې دې سیمو ته لا زیاته توجه او پراخ خدمتونه وکړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۴۹
Background image

(( وخت به راځي، چې يوه ورځ به دا مظلوم افغانان نړۍ ته نجات ورکوي ))

چهارشنبه ۳۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ تر عنوان لاندې د هېواد په ولایتونو کې د روانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۴۰
Background image

د افغانستان د روغتیا دویم نړیوال نندارتون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري چاپ شوي مواد نندارې ته وړاندې شول

چهارشنبه/۳۰/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د عامې روغتیا وزارت نن په کابل کې د افغانستان د روغتیا په عنوان روغتیایي او نورو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه نړیوال نندارتون جوړ کړی، چې د ګڼو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

پنجشير کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پنجشير ولایت په مرکز کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په. . .

BACK TO NEWS

User account menu