په لوګر ولایت کې د قومونو د یووالي، همغږۍ او د ولس د ستونزو اورېدلو په موخه غونډه

mobta_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۲۱:۴۹
mobta

۱۶/۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه لوړ پورې پلاوي د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې له قومونو سره د یووالي، همغږۍ او د دوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه یوه لویه ولسي غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د یاد وزارت د سرحدونو د پلتنې معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عیدالخالق عابد، مل پلاوي، د یاد ولایت مرستیال والي، د اداراتو مسؤلینو، له مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. په پیل کې د قومي مشرانو په مشرۍ د حکومت د ملاتړ او یووالي په موخه څو تنو خبرې وکړې او ویې ویل: که چیرته حکومت او ولس سره یو موټی شي د نړۍ هیڅ ځواک به افغانستان ته ضرر ونه رسوي. دوی همدا راز وویل: اوس هغه وخت رارسېدلی چې مشران زموږ خبرې اوري او ستونزې مو هواروي نو موږ ته په کار ده چې ددې حکومت ملاتړ وکړو او اوږه په اوږه یې ترڅنګ ودرېږو. یادو مشرانو له مسؤلینو څخه د تعلیم، کرنې، زراعت او بیا رغوونې په برخه کې د پانګوونې او پاملرنې غوښتنه وکړه. وروسته د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع غونډې ته په خبرو کې وویل چې په یاد ولایت کې د هیواد مختلف قومونه مېشت دي او ټول د یووالي په ټغر ناست دي. نوموړي د ولسونو له همغږي او له حکومت سره د هغوی له ملاتړ څخه خوښي وښوده. ورپسې د سرحدي پلټنو معین ښاغلي غزنوي وویل چې یاد ولایت د اشغالګرو د ماتي په وخت کې بې سارې قربانۍ ورکړې دي او د اسلامي نظام په بریا کې یې مهمه ونډه اخیستې ده. هغه قومونو ته ډاډ ورکړ چې د بیا رغوونې په برخه کې به ټولو سیمو ته پاملرنه کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۹:۴۱
Background image

کندوز کې قومي مشرانو د اسلامي امارت له کړنو ستاينه وکړه

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

په کندوز ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولسي خلکو او مسؤلینو ترمنځ د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او د ولس هوساينې غونډه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

بلخ کې د ميراث پر سر راپورته شوې ١٨ کلنې شخړې ترڅنګ ننګرهارکې هم شخړه هواره شوه 

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت مزارشریف ښار په نهمه  ناحيه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ  د ميراث پر سر راپورته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۳:۲۶
Background image

په ولسواليو کې د مسؤلينو له لوري له خلکو سره د ولسي يووالي غونډې

 

دوشنبه ۲۰ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري په ولايتونو کې د محلي ادارو په همغږۍ  له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه پيل شويو. . .

BACK TO NEWS

User account menu