په کندز ولایت کې یوه ۱۵ کلنه شخړه حل و فصل شوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۸:۴۲
Mobta

د کندز ولایت په علي آباد ولسوالي کې د دوو کورنیو تر منځ پېښه شوې شخړه او بدۍ، چې له کبله یې له دواړو لوریو څخه پکې څلور تنه وژل شوي وو، نن د یوې ناستې په ترڅ کې حل او په دوستي بدله شوه.

یاده شوې شخړې له ۱۵ کلونو را په دې خوا دوام درلود چې نن ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږي او هلو ځلو حل و فصل شوه.

د دغې شخړې د حل په ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب، نورو مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.

د کندوز ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي ثاقب غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې یاد ریاست د خلکو تر منځ د یووالي د را منځته کولو په برخه کې کار کوي او د دوی هڅه داده چې د قومونو تر منځ تربګنۍ او بدۍ ختمې کړي ترڅو ټول هیوادوال د ورورۍ په فضاء کې ژوند وکړي. 

نوموړي همدا راز زياته کړه چې د ا.ا.ا له بریا را وروسته یې د خلکو په همکارۍ لسګونه غټې او وړې شخړې حل کړې دي.

د غونډې په پای کې د ښکېلو لوریو له جملې دوو تنو د یادې شخړې پر حل کېدو خوښي وښوده او ویې ويل: جنګ د حل لاره نه ده، ټولو هیوادوالو ته مو دا پیغام دی چې په خپلو منځونو کې دي د وروڼو په شان ژوند وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu