د زابل ولايت قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په رياست کې ستره ولسي غونډه جوړه کړه

دوشنبه،٢٥ جمادي اول١٤٤٤
د زابل ولایت مرکز د بېلابیلو ولسوالیو د قومي مشرانو، علماء، او مخورو قومي مشرانو په ګډون داسلامي امارت په ملاتړ غونده جوړه شوه. په یاده غونډه کې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر، د زابل د سرحونو، قومونو او قبایلو رئیس ملا عبدالکريم سحر اخندزاده، د سیمې دیني علماؤ او قومي مشرانو ګډون درلود، د غونډې په جریان کې ټولو پر خپل وار سره، خبرې وکړې. د غونډې ګډونوالو او ویناوالو د افغانستان له اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلان کړ ویې ویل، چې اسلامي امارت کورنی مشروعیت لري او یو مشروع نظام دی، دغه نظام د ټولو افغانانو په قربانیو رامنځته شوی دی غوښتنه مو دا ده چې نړیوال دې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني او ورسره دې تعامل وکړي، همدا راز یې د ټولو افغانانو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ.