هرات ولايت ته د مسلکي معين کاري سفر

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۳۴
mobta

د محرم -٤مه- سه شنبه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي عبدالرحمن حقاني هرات ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې دياد ولايت د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو رئيس او کارکوونکو سره وکتل. په پیل کې د یاد ریاست رئیس ښاغلي مولوي جمال الدين عمري په خپلو خبرو کې د رياست د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. ورپسې ښاغلي عبدالرحمن حقاني د هرات ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له رئيس مولوي جمال الدين عمري او کارکوونکو سره د ورځنیو چارو پر څرنګوالي خبرې وکړې ټینګار یې دا و چې خپلې دندې او مسؤلیتونه پر وخت تر سره او خلکو ته د خدمت جوګه شئ دغه راز د یاد ریاست یو شمېر کارکوونکو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu