د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ د شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه

د سرحدونو او قبايلو چارو سرپرست او نوماند وزير ښاغلى محب الله صميم په داسې حال کې، چې د ننګرهار ولايت د ولسي جرګې غړو هر يو ښاغلي عبدالرؤف شپوڼ، ښاغلي نياز ولي مسلم شينواري، عبدالکريم کريم، د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر او نورو غړو يې ملګرتيا کوله، د ياد ولايت د غني خېلو ولسوالۍ په خونړۍ او وحشیانه پېښه کې چې د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په شهادت رسېدلي وو، د شهيدانو کورونو ته ورغلل او هلته يې فاتحه واخیسته او د خواشینۍ مراتب يې ورته وړاندې کړل.
همدا راز يې د کورنیو حالت له نږدې ولید، د شهیدانو ارواحو ته يې د دعا لاسونه لپه کړل، او په پای کې يې د تل پاتې او باعزتې سولې هیله وکړه، زياته يې کړه زموږ هدف دا دی چې له خپلو درنو هېوادوالو سره په هر حالت کې نږدې اوسو او د هغوی له حالت څخه ځان خبر کړو، ولس ډېر مینه ناک دی او دوی زیات کار کوولو ته خورا زیاته اړتیا لري، موږ ژمنه کوو چې په خپلو اړوند برخو کې به ولسونو ته د خدمت جوګه شو.