کنړ کې ۱۶ کلنه او بلخ کې ۱۴ کلنه شخړه حل شوه

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۵
کنړ کې ۱۶ کلنه او بلخ کې ۱۴ کلنه شخړه حل شوه

شنبه ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوو چارو رياست مسؤلينو د ولايتي ادارې استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکاري د دغه ولايت په دولت آباد ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۴ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له يوه لوري پکې يو کس وژل شوی و او لوی مشکلات يې پېښ کړي وو. همداراز د ياد ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې هم ورته پېښه شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او د شاوخوا دوه کلونو يې دښمني دوام درلود، د مسؤلينو له لوري حل او طرفينو د خوشحالي غاړې سره ورکړې. په ورته مهال د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې هم د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې ۱۶ کلنه بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مشرانو لخوا داسې مهال هواره شوه، چې د اسلامي امارت منسوبينو، د سيمې مخورو، علماوو او عامو خلکو حضور درلود. مسؤلينو د يادو شخړو د هواري پرمهال ولسونو ته د اميرالمؤمنين حفظه الله د هغه هدايت يادونه وکړه، چې په وينا يې د قومونو تر منځ اختلافات او شخړې له منځه یوسئ، د قومونو ترمنځ یووالی او ورورولي منځ ته راولئ او د دې کړېدلي ولس د قربانيو په بدل کې د هغوی خدمت وکړئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu