په کندز ولایت کې ۴۰ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۰:۱۵
خبر

۱۴۴۵/۷/۲۵ 

په کندز ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د یاد ولایت د لودین قوم تر منځ ۴۰ کلنه شخړه د یوې قومي جرګې په ترڅ کې حل کړه.

د جرګې پر مهال د یاد ولایت والی الحاج ملا نثاراحمد نصرت، د یاد ریاست رئیس مولوی احسان الله ثاقب، علماء کرامو، قومي مشرانو او د کندزولایت ټولومسؤلینو حضور درلود.

په پیل کې ښاغلي ثاقب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خلک یې یووالي ته راوبلل، همداراز د یاد ولایت مسؤلینو او علماء کرامو د خبرو پر مهال د اسلام له نظره په پورتنۍ موضوع علمي نظرونه وړاندې کړل د سولې ګټې یې بیان کړې او دواړه قومونه یې سولې ته را وبلل.

په پاي کې دواړو قومونو د مسؤلینو په مخ کې یاد پلاوي ته عهد ورکړ چې نور دا شخړه پر دغه ځای پای ته ورسېده او له دې وروسته به په خپل منځ کې هیڅ کومه ستونزه ونه لري او له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه چې په یاده موضوع کې یې له دوی سره پوره همکاري وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu