په نورستان ولایت کې د ۵ پراختیایي پروژو چارې پرانستل شوې

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۳:۹
په نورستان ولایت کې د ۵ پراختیایي پروژو چارې پرانستل شوې

سه شنبه/ ١٤٤٦/ ٥/ ذوالحجة د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د نورستان ولایت کامدیش او برګمټال ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي.د ٧ پراختیایي پروژو له ډلې ٥ پروژې په داسې حال کې پرانستلي چې د یاد ولایت مرستیال والي فیصل مختار، سیمه‌ییزو مسؤلینو او عامو خلکو هم ګډون درلود.د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د یادو پرانست غونډو پر مهال وویل چې دا پروژې به د شاوخوا ۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت، د شرقي نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې د سلګونه جریبه زراعتي ځمکو د خړوبولو، د ۳۶ کیلومتره سړک ترمیم، جوړونې.او همدارنګه د دوو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره د د ۲۰ متره پل د جوړولو په برخو کې پلی شي نوموړي زیاته چې د دغو پروژو تطبیق، نه یوازې د یادو ولسوالیو د اقتصادي ودې لپاره مهم دی، بلکې دا د اسلامي نظام له لوري خپل ولس ته د کلک هوډ او ریښتیني خدمت څرګند ثبوت هم دی.په پای کې، ځایي اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي وښوده ویې ویل چې نورستان ولایت د تېر حکومت له پامه غورځول شوی و، خو اوس، لله الحمد، د حاکم نظام د زعیم له لوري ورته لازمه پاملرنه شوې.نوموړو همداراز د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د لا زیاتې پاملرنې په موخه، د کامدیش څخه تر برګمټال پورې د عمومي سړک، روغتیايي مرکزونو، او تعلیمي مرکزونو د رغولو لپاره ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu