په میدان وردګو کې د پښتونو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځ ولمانځل شوه!
په یادو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت ګڼ شمیر قومي مشرانو، مخورو، علماءکرامو، ځوانانو، دمدني ټولنو او رسنیو استازو ګډون کړي ؤ، یاده لمانځغونډه د روان کال د وږې میاشتې په نهمه نیټه له غرمې وروسته د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل او ملي سرود خپور شوه.
ورپسې د میدان وردګو ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست آمر نعمت الله پټانزي د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سنبلې نهمه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځې مبارکي ټولو ګډون والو ته وویله او زیاته یې کړه، چې زمونږ په هېواد کې بېلابېل قومونه ژوند کوي د دې قومونو ترمنځ د یوالي او همغږۍ د منځ ته راوړلو لپاره باید ډېرې هلې ځلې وشي، ترڅو په هېواد کې بشپړ اعتماد او د ډاډ فضاء برابره شي. همدارنګه ښاغلي پټانزي په خپلو خبروکې د جرګ، مرکو او قومي ناستو پراهمیت خبرې وکړي او زیاته یې کړه ، چې افغانانو تل د خپلې ټولنې ناخوالې، شخړې او ستونزې د جرګو اومرکو له لارې حل اوفصل کړې دي.
ورپسې د قومي مشرانو په استازیتوب دروند قومي مشر ښاغلي عوض علي خبرې وکړې او ویې ویل:چې د سنلې/وږي نهمې د پښتنو اوبلوڅو دپیوستون ورځې له لمانځلو څخه هدف دادی، چې مونږ باید تل د ستونزو د هوارولو په وخت کې د روغې جوړې لار ونیسو او د جنګ او ناامنۍ شومې پدیدې ته نه ووایو ،اسلام د امن اویوالي دین دی مونږ باید داسلامي اصولو په رڼاکې یوبل ته په قدر او متقابل احترام قایل شو او دسنبلې /وږي نهمې دپښتنو اوبلوڅو دپیوستون له ورځې باید یو روښانه درس واخلو ترڅو له دې لارې وکولای شو په خپله ټولنه کې په خوښۍ او اخوت سره ژوند وکړو.
همدا راز ښاغلي ایمل امرخیل د میدان وردګو ولایت د ځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې او ددې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ یې د سولې او امنیت په راوستلو کې د ځوانانو په رول رڼا واچوله.
وروسته دا غونډه د میدان وردګو ولایت د علماء د شورا د مشرعزیزالرحمن صدیقي لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
