په مسلکي معینیت کې د علمي بورد تعقیبي ناسته ترسره شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۸:۵۴
خبر


٢٢/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مسلکي معینیت کې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د محققینو د بورد له لوري د وړاندې شویو معلوماتو په اړه تعقیبي ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د دعوت و ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبد الرحمن رحماني، د تفتیش رئیس مولوي اسحاق ادریس، د تحقیق او مطالعاتو رئیس مولوي هدایت الله حقاني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو سرپرست ملا شرافت ویاړ او ګڼ شمېرو آمرینو حضور درلود.

په پیل کې د یاد ریاست څېړونکو د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو او په مختلفو ولايتونو کې د ځانګړو موضوعاتو پر سر د څيړنو په  اړه معلومات وړاندې کړل. 


ورپسې ښاغلي قادري په خپلو خبرو کې د قومي جوړښتونو، ژبې، دودونو او د هر قوم د پس منظر په اړه څېړنه اړينه وبلله، او په يادو څيړونکوو د دوئ د ښو کړونو او پرمختگو په پار ستاینلکونه هم وویشل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu