په شینکۍ ولسوالي کې له قومي مخورو سره د هغمږۍ غونډه وشوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۲۳:۲۴
mobta

۱/ ذالقعدة الحرام/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست الحاج ملا نورالله نوري د زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شینکۍ، اټغر او سیوري ولسوالیو له قومي مشرانو سره وکتل. د دغې کتنې پر مهال د یاد وزارت سرپرست ښاغلی نوري، د زابل مرستیال والي محب الله حماس، مولوي عبدالقدوس د زابل د علماء د شورا غړی، د یاد ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس عبدالکریم سحر، د شینکۍ ولسوالي امنیه قومندان نعمت الله شکیب، د شینکۍ ولسوال زبیر آغا، قومي سپین ږیرو او عالمانو حضور درلود. د لیدنې په پیل کې د قومي سپین ږیرو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې د تېر اشغال ماته او د اسلامي نظام قائمېدل یې د قومونو د قربانیو او یووالي برکت وباله، دوی وویل:

mobta

موږ د دې نظام تر څنګ ولاړ یو او په ټینګښت کې یې له هیڅ ډول همکارۍ څخه درېغ نه کوو او هر ډول قربانۍ ته تیار یو. دوی د هیواد امنیت، او یووالی بې ساري یاد کړل او له حکومت څخه یې د څلورو ولسوالیو د سړک رغول او د لوی پل د جوړېدو غوښتنه وکړه او داسې نور. د ناستې په وروستیو کې د ښاغلي نوري د خپل سفر هدف د یادو ولسونو پوښتنه او د دوی ستونزې اورېدل یاد کړ او ویې ویل: تاریخ مه هېروئ، افغانان په هر انقلاب کې اتلان لري، دا یو ډېر لوی تاریخ دی چې د شینکۍ سیوري او اټغر خلکو لوی ملا صاحب رحمه الله ته په خپله غېږه کې ځای ورکړی و. هغه د اسلامي نظام ارزښت ته په اشارې سره وویل: د نظام په راتګ سره سمت پرستي قومپرستي او تعصب له منځه تللي او د افغانانو عفت، عزت او وقار  خوندي دی. هغه همدا راز زیاته کړه: لکه څرنګه مو چې پرون جهاد یوه فریضه وه اوس مو د دې ولس ساتل، د دوی ستونزو حل کول، دوی ته خدمت کول یوه فریضه ګڼلې ده، ښاغلي نوري د خلکو د ستونزو په اړه وویل: ستاسې ټولې ستونزې به موږ د حل په موخه تر لوړو مقاماتو رسوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu