په دایکندي ولایت کې د دوو قومونو تر منځ شخړه حل شوه

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۷ - ۴:۸
mobta

د دایکندي ولایت د سادات او هوتک قومونو تر منځ را منځته شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت او د یادو قومونو د مشرانو په منځګرېتوب د یوې ناستې په ترڅ کې په سوله بدله شوه. په دغه غونډه کې قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت له هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد آمریت د یووالي، پخلاینې او قومي ستونزو د حل لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي. وروسته د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محیب الله سجاد وویل: د قومونو ترمنځ  یووالی او پخلاینې راوستل او د هغوی د ستونزو اورېدل زموږ مسؤولیت دی او د یاد آمریت دروازې د دغه ولایت د عزتمندو ولسونو پرمخ تل خلاصې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu