په خوست کې د دوو کورنیو تر منځ را پېښه شوې شخړه حل شوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۲۰:۵۸
mobta

۲۵/۱/۱۴۴۵

د خوست ولایت قلندر ولسوالۍ د مزغور په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ را منځته شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت او د شخړو د حل کمیسیون له لوري حل او فصل شوه. یاده شخړه چې له څه مودې را په دې د دوو کورنیو تر منځ د غواګانو د یوه فارم پر سر رامنځته شوې وه چې د دریو میلیونو افغانیو په ارزښت جوړ شوی و. د شخړې د حل پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي کلیم الرحمن فاني، د شخړو د حل کمیسیون غړو او د سیمي مشرانو حضور درلود. په پیل کې یادو مشرانو دواړه لوري د شخړې سوله ییز حل ته راوبلل او یاده قضیه یې وڅېړله. وروسته له تحقیق او څېړنې د موضوع په اړه پرېکړه ونیول شوه، راغلیو مشرانو او د ناستې ګډونوالو ته واورول شوه. د شخړې دواړو لوریو د نیول شوي تصمیم څخه خوښي وښوده او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت له هڅو څخه یې کور ودانی وکړ. ناسته د دوعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu