په بلخ او ارزګان ولايتونو کې دوه ولسي دُښمنۍ په دوستي بدلې شوې!

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۵۰
شخړې

 سشنبه ۱۵/۲/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولایتي واحدونو د مسؤلینو، قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د ارزګان ولايت په چورې ولسوالۍ او د بلخ ولايت په چمتال ولسوالیو کې دوه جلا جلا شخړې هواري کړې او دواړه لوري یې د وروڼو په څېر ژوند کولو ته رابللي. 
د دغو شخړو له ډلې لومړی یوه یې د یاد ولایت په چورې ولسوالۍ کې (۴۰) کاله مخکې د يوه کلي او د بارکزيو د یوه خېل ترمنځ د ځمکې پر سر پېښه شوې وه، چې له يوه طرفه پکې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي وو. دغه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمر حاجي ملا عبدالهادي حاجي امين، نورو مسؤلینو او قومي سپين ږيرو په هلو ځلو حل شوه او دواړه لوري د ورورۍ په ټغر راټول شول. 

همدارنګه د بلخ په چمتال ولسوالۍکې یوه بله شخړه چې دوو کورنیو پکې له مودو راهیسې ژور اختلافات درلودل د دغه وزارت د ولایتي مسؤلینو او قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب حل شوه او دوښمني یې په دوستۍ بدله شوه. د یادونې ده، چې دغه وزارت د اړوندو مسؤلينو او سیمه ییزو مشرانو په همکارۍ سلګونه دې ته ورته شخړې او دښمنۍ هوارې کړي او د ولسونو ترمنځ د آرام چاپیریال رامنځته کولو په برخه کې چټکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu