په بامیان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې شخړه حل شوه!

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۱:۲۵
شخړه


سه شنبه۱۴۴۶/۶/٢٩
د بامیان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د ياد ولایت مرکز د شهیدانو په سیمه کې د ديني عالمانو، متنفذینو او مصليحينو په همکارۍ د ترافيکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه چې په نتیجه کې یې دوه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي وو، د خبرو او منځګړیتوب له لارې حل کړه او دواړه کورنۍ یې سره پخلا کړې.

حافظ محب الله سجاد له دواړو دښمنو کورنیو سره په جلا جلا ناستو کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د يادو کورنيو غړو  ته قناعت ورکړ او دې ته یې راضي کړل چې خپلمنځې شخړه ختمه کړي او په سوله کې ژوند وکړي.

په پای کې د دواړو دښمنو کورنیو مشرانو یو بل ته بښنه وکړه او په خپلو ويناوو کې يې  وویل چې دښمني او منازعه د انسانانو ټولنیز ژوند له خطر سره مخ کوي. دوی دې ته متوجه شول چې نفرت پر ځای، په اشتی او ورورولۍ کې ژوند وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu