په انتخاباتو کې باید د هلمند ټول پر شرایطو برابر اوسیدونکي ګډون وکړي.

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۹:۱۴
په انتخاباتو کې باید د هلمند ټول پر شرایطو برابر اوسیدونکي ګډون وکړي

دغه خبرې نن د جمعې په ورځ د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل اغا شېرزي په هلمند کې له سلګونو قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او ټولنيزو فعالانو سره د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې وکړې.
ښاغلي شیرزي وویل، چې انتخابات د سولې لپاره لومړی شرط دی، تر څو موږ یو مشروع حکومت او نظام ولرو، چې د سولې خبرې پرمخ یوسي او په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره په پوره واک سره کار وکړي. ښاغلي شیرزي زیاته کړه زموږ لپاره افغانستان لومړیتوب لري د دې لپاره، چې هیواد له روان بحران څخه وژغورو نو تاسو د هلمند ټول هغه اوسیدونکي، چې پر شرایطو برابر دي باید د ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ له کورونو څخه راووځي او خپل ولسمشر وټاکي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي وویل، چې په دې برخه کې تر ټول ډیر تاسو د هلمند درانه قومي مشران کولاى شئ په خپلو سيمو کې د خپلو قومي ظرفيتونو او نفوذ له لارې ولسونه په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوئ .
ورپسې په غونډه کې په ولسي جرګې کې د هلمند استازي ښاغلي غلام ولي افغان، د ولایتي شورا رئیس او څو تنو قومي مشرانو او مخورو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي شېرزي خبرې تاييد کړې، د سولې او امنیت د تامین او د موجوده نظام د ساتلو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هلمند ولایت ټول هغه اوسیدونکي، چې د ټاکنو پر شرایطو برابر دي د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره به په ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره هڅوي، تر څو هېواد له روانو ستونزو څخه وژغورې او یو داسې نظام رامنځته کړي، چې د تلپاتې سولې لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu