په افغانستان کې د سولې لپاره هیله مندي!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۰:۱
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په مشرۍ نن یکشنبه د۱۳۹۸ لمریز کال د کب پر(۱۱) نېټه اداري مجلس جوړ شو.

د اداري مجلس په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په خپلو خبرو کې په دوحه کې دامریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک په لاسلیکولو او له هغې سره هم مهاله په کابل کې دامریکا او افغانستان ترمنځ د ګډې اعلامیې په صادرولو خوښي څرګنده کړه وې ویل:چې افغانان خوښ دي،الله(ج) دې هغه څه وکړي، چې زموږد هېواد او ولس خیر په کې وي.او په دې سره دافغانانو تر منځ د سولې لپاره خپلمنځي خبرې پیل شي، دهېواد ملي شخصیتونه، مشران، سیاستوال، مدني ټولنې، ځوانان ددې هېواد ښځې باید د سولې لپاره ښې او ګټورې طرحې ولري او دغه پروسه بریالۍ کړي.

ښاغلي شېرزي وویل:چې د سولې خبرې او سوله له جګړې څخه د خلاصون لار ده له مشرانو او همدا راز له طالبانو هیله کوو،چې په ګډه او مشوره د خپل هېواد د نیکمرغه برخلېک لپاره کار وکړي. موږ په سوله کې د خپل هېواد خیر غواړو. همدا راز یې د وزارت اړوند رئیسانو څخه د ښه او غوره کړنو د ترسره کولو له امله مننه وکړه.

ورپسې د وزارت مالي او اداري مرستیال د کارکوونکو د اضافه کارۍ، د ښوونې او روزنې چارو ریس د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره په خوست کې د قبایلي لیسې پرانیستې ته د تیاریو د نېولو او په دې اړه د ترسره شویو کړنو د څرنګوالي، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د پکتیا په ولایت کې د خروټو او منګلو قومونو تر منځ د شخړې حل د څرنګوالي، د پلان او پالیسۍ رئیس او سرحدي سلاکار د خوست ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو تالارد تعمیر د بنسټ ډبرې اېښودلو او هغه ولایت ته د خپل سفر او همدا راز د بشري زیرمو رئیس د اداري اصلاحاتو له خپلواک کمیسیون سره د تشکیل د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.او په اړوند چارو کې د پرمختګ وویل.

همدا راز مجلس په یو لړ نورو مهمو مسایلو هم بحثونه وکړل لازمې پرېکړې وکړې او اړوند مسولینو ته یې په خپله برخه کې د کړنو او اجرااتو سپارښتنه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu