لوګر ولايت کې د عامو خلکو او مسؤلينو ترمنځ يوه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۸:۴۳
شخړه

 

دوشنبه ۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷

په لوګر ولايت کې له ولسي خلکو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې ترعنوان لاندې غونډه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د مرستيال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري داسې مهال ترسره شوه، چې پکې د ياد ولايت والي، ولسوالانو، متنفذینو او قومي مشرانو ونډه لرله.

د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني هېواد ته خدمت خپل مسؤليت ياد کړ ويې ويل: د سولې لار پرانيستي ده. اوس د يووالي او پرمختګ وخت دی او له دې فرصت څخه بايد ګټه واخلو.

وروسته قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وويل: موږ دې نظام ته ژمن او مخلص يو، په هر قيمت ترې ساتنه کوو او بيا به په دې خاوره د نورو اختيار ته هېڅ اجازه ور نه کړو. قومي مشرانو همداراز د خپلو ستونزو د شريکولو ترڅنګ له مسؤلينو وغوښتل، چې د ځوانانو له استعدادونو ګټه واخلي او د کارکولو زمېنه ورته برابره کړې.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستيال ښاغلي احمد لوګر د هغو اتلانو کور ياد کړ، چې په وينا يې د تاريخ پاڼې به د دوی سرښندنې په خپله سینه کې په زرینو کرښو یادې ساتي. نوموړي زياته کړه: نن، چې د امنيت او يووالي کوم بدلون وينو دا د ولس د قربانيو او زحمتونو نتيجه ده. ښاغلي احمد خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه له لوړ رتبه مشرانو سره شريکې کړي.

په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني د اميرالمؤمنين خفطه الله هغه فرمان ولوست، چې د انساني قاچاق د مخنيوي سپارښتنې پکې شوي دي. نوموړي د ياد فرمان په عملي کولو کې له ولسونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه همدا راز اسلامي شريعت د انساني کرامت، عدل او سوکالۍ لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، چې خلک دي پر دې شريعت کلکې منګولې ولګوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu