له قومي او قبایلي مشرانو سره لیدنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۰:۶
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل اغا شېرزي نن په داسې حال کې چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزی، مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله هم حاضر وو، د هېواد له بېلابېلو قومي او قبایلي مشرانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالارکې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي د ټاکنو کمېسیون له خوا د تلې د ۶مې نېټې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان له امله خوښي څرګنده کړه، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له ټولو کارکوونکو، د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو، قومي او قبایلي مشرانو او د افغانستان د خلکو څخه مننه وکړه، چې په سختو امنیتي حالاتو کې یې د جمهوریت د بقا او د موکراسي د بنسټونو د پیاوړتیا او د خپل برخلیک په ټاکلو کې يې ونډه واخیسته.

ورپسې د هېواد بېلابېلو قومي او قبایلي مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټاکنو د کمېسیون له خوا ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی وکړ او هېواد وال یې اتحاد او اتفاق ته راوبلل.

نوموړو د خپلو خبرو په دوام وویل: افغانستان نن له هر بل وخت نه زیات ملي یووالي او سولې ته اړتیا لري، نو دا زموږ دنده ده، چې د سرحدونو او قبایلو چارو له محترم وزارت سره په ګډه د سولې او ملي یووالي لپاره ګډ کار وکړو ترڅو په هېواد کې د جګړې ټغر ټول او سوله ټينګه شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۸:۳۷
Background image

د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱
Background image

خوست کې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو له بهير څخه څارنه ترسره شوه

سه شنبه ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له لوري لېږل شوي هیئت خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu