د پکتیا ولایت د دوو قومونو ترمنځ، چې د غرني ځنګل او ځمکي پر سر په شخړه بوخت وه اوربند وشو.

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۹:۳۰
mobta

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د قیمتي کلي، غونډې کلي او خنګو خوړ کې د غرني ځنګل او ځمکي پر سر د منګلو او خروټو قومونو تر منځ د رواني شخړي د حل لپاره د ولسمشر د حکم په اساس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي پکتیا ولایت ته سفر وکړ، چې د دغه ولایت له والي ښاغلي شمیم کټوازي، د امنیتي او نورو ادارو له مسؤلینو او په شخړي کې د ښکیلو قومونو له قومي مشرانو سره تر لیدنو وروسته دواړو لورو د پلاوي له خوا د اوربند وړاندیز ومني، د دواړو قومونو تر منځ د اوربند موافقه لاسلیک شوه، وې ویل، چې نور به یو پر بل ډزي نه کوي، مورچي به ړنګوي او د پلاوي له خوا تر وروستي فيصلې وروسته به دا شخړه د تل لپاره پای ته رسوي.
د یادوني وړ ده، چې د دواړو قومونو تر منځ د اوربند د پریکړه لیک له منلو سره سم د دواړو لورو زندانیان هم، چې له یو بل سره وه له زندان څخه ازاد او خپلو کورنو ته ستانه شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۳
Background image

د بشريت د سترلارښود محمد رسول الله ﷺ د زوکړې د ورځې په مناسبت غونډه ترسره شوه

 

يکشنبه  ۱۴ ربيع الأول ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رياست په مشري د پیرمحمد کاکړعالي لېسې د غونډو په تالار کې د میلاد النبی ﷺ په مناسبت جوړې شوې غونډه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۲
Background image

د خوست په تڼيو ولسوالي کې ولسونو سره د ستونزو راټولولو په موخه غونډه ترسره شوه

 

جمعه  ۱۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ولسواليو په کچه د سرحدونو، قومونو او قبايو چارو وزارت په مشري جوړېدونکو غونډو په ترڅ کې دا ځل په تڼيو ولسوالي کې د ولسي خلکو سره د اسلامي ورورولي او قومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۲۰
Background image

ننګرهار کې ۱۱ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالي په ستن سیمه کې د کورنیو جنجالونو له امله رامنځته شوې شاوخوا ۱۱ کلنه اوږده دښمني، چې دواړو لوريو ته پکې درانه مالي تاوانونه. . .

BACK TO NEWS

User account menu