د پلازمېنې کابل سربېره په فارياب او بلخ ولايت کې د ولسواليو په کچه غونډې ترسره شوې

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۵
د پلازمېنې کابل سربېره په فارياب او بلخ ولايت کې د ولسواليو په کچه غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۴ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولسواليو په سطحه د اسلامي اخوت او خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې جوړيدونکو غونډو په ترڅ کې دا ځل د پلازمېنې کابل په سروبي ولسوالي مرکز او ازبين، د فارياب ولايت په اندخوی او شيرين تګاب، د بادغيس په قلعه نو، د پروان په شيخ علي او سالنګ ولسوالي او د بلخ ولايت په مارمل ولسوالي کې  له ولسي خلکو، علماوو او قومي مشرانو سره په بېلا بېلو وختونو کې لويې ولسي غونډې ترسره شوې.

د دغوغونډو پر مهال مسؤلينو د اميرالمؤمنين حفظه‌ الله هغه فرمان ولوست، چې د سيمه ‌ييزو ناوړه دودونو او رواجونو د مخنيوي په اړه صادر شوی دی. دوی له خلکو وغوښتل، چې د ياد فرمان د عملي کولو په برخه کې خپل مسئوليت ادا کړي او د اسلامي اصولو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. مسؤلينو همداراز ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د هرې لويې او وړې ستونزې د حل لپاره يې شپه او ورځ هڅې کوي او دا خپل  ايماني، اسلامي او هيوادنی مسؤليت ګڼي.

قومي مشرانو د غونډو پر مهال په خپلو ويناوو کې د اوسني نظام له خدمتونو مننه وکړه او ياد نظام يې د هيواد د ثبات، امنيت او ولسونو د خونديتوب لپاره مهم وباله. هغوی له مسؤلينو مننه وکړه، چې د ولس غږ ته غوږ نيسي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu