د وزارت اداري مجلس جوړ شو!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۹:۴۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري مجلس ددغه وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په مشرۍ نن یکشنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ پر۱۰ نېټه جوړ شو، چې د چارو په سمون اوپروخت د ښه او غوره خدمتونو په وړاندې کولو ېي ټینګار وکړ.

په پیل کې مسلکی مرستیال ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د وزارت د داخلي تفتیش ریس انا بي بي پاک روح ته د دعا کولو ترڅنګ د هلمند وروستۍ تروریستي پېښه وغندله او د پېښې زیانمن شویو کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه.

ښاغلی بارکزي د چارو له ادارې څخه د یو راستول شوي مکتوب په اړه، چې په هغې کې د ولسمشر له هدایت سره سم باید په ولسي ادارو کې د مراجعینو لپاره په هره برخه کې اسانتیاوې او پروخت د خدمتونو د وړاندې کولو فضا رامنځته شي، خبرې وکړې. ټینګاریې وکړ، چې باید د اطلاعاتو او عامه اړیکو، تحقیق او مطالعاتو، بشري زېرمو او د جرګو د ریسانو او د حقوقي سلاکار په ګډون یوه کمیټه جوړه شي، ترڅود مکتوب په متن کې د راغلیو موادو په اړه ژر تر ژره اړینې کړنې وکړي او د اجرااتو په اړه دې د چارو ادارې ته خبر ورکړل شي.

ورپسې مالي او حسابي رئیس د اداري مجلس د دیارلسمې مصوبې د پرېکړو پر بنسټ د پیر محمد کاکړ عالي لیسې د احاطې د بودجې، د وزارت د یو لړ پورونو د تصفیه کولو، عادي او پراختیایي پروژو د سلنې څرنګوالي او د مالي اسنادو په اړه له ټاکل شوې نېټې مخکې د کړنو، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس په کابل کې د سهیل ختیځ زون ۶ولایتونو او کوچیانو قومونو د ګډې غونډې او د پنجشیر په ولایت کې د شپاړس ولایتونو قومي مشرانو او مخورو د راتلونکی جرګې د جوړېدو په څرنګوالي، د وزارت حقوقي سلاکار د صدرا په نوم له یو شرکت سره د بیمې موضوعاتو او شرایطو په اړه خبرې وکړې.

تر څنګ یې مجلس په ځېنو متفرقه موضوعاتو لکه: د امنیتي تحکیماتو په حواله کې د ځند، د تهیه او تدارکاتو په ډیپو کې د ځېنو توکو شتون، چې پر وخت نه دي وېشل شوي، کابل ته د وزارت د دوهمو واحدونو رئیسانو د راتګ لپاره د یو طرز العمل د جوړولو، د بیمې په برخه کې د نورو ادارو له تجربو څخه د استفادې، د ۵۰ تحصیلي بورسونو له لارې ماسترۍ او دوکتورا زده کړو ته د مساعدو کارکوونکو وروپېژندلو، او نورو مهمو موضوعګانو په اړه هراړخیزې خبرې او پرېکړې وشوې.

مراجعینو ته یې د یوې کاري کمېټې د لارې د اسانتیاوو په رامنځته کولو بیا بیا ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۸:۳۷
Background image

د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱
Background image

خوست کې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو له بهير څخه څارنه ترسره شوه

سه شنبه ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له لوري لېږل شوي هیئت خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu