د میدان ښار له ښاروالې او د کاپيسا له پخواني والي سره لېدنه !
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن چهار شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۳۰مه نېټه د مېدان ښار ښاروالې اغلې ظریفې غفاري، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي بشیر محمدي او د کاپیسا له پخواني والي ښاغلي محراب الدین صافي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د کتنې په پيل کې راغلو چارواکو د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم ټاکنه پرځای او هغه یې د هېواد مجرب کدر وباله او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د ویاړ ځای دی، چې موږ اوس په افغانستان کې د نارینه وو ترڅنګ په لوړو مدیریتي بستونو کې فعالې ښځې لرو، چې د هېواد په بیا آبادولو او پرمختګ کې فعاله ونډه اخلي.
