د لغمان مشرانو او قومونو سره د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست ناسته

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۶ - ۱۹:۱
m

د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري د مهترلام ښار اړوند په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د لغمان ټولو میشتو قومونو او مشرانو سره وکتل.

 په دې کتنه کې د سرحدونو او قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر د لغمان مشرانو او قومونو ستونزي له نږدې واورېدلې او ژمنه یې وکړه چې د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

m

په دې ناسته کې ښاغلي نوري د لغمان ولايت د امنيه قومندان مولوي فيصل، د لوا مسوول، ښاروال، مستوفي صاحب او داسې نورو ځايي مسولينو سره بېل بېل ملاقاتونه تر سره کړل.

ښاغلي نوري وویل: "څرنګه چې ددغه وزارت له نوم څخه جوتيږي چې په هېواد کې پراته قومونه زموږ وياړلي ولس دی او د هغوی ښې راتلونکې لپاره به هلې ځلې کوو."

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر وویل چې دوئ به تل هڅه کوي چي د ټولو قومونو ترمنځ به د شته شخړو او اختلافونو ته د جرګو او مرکو په مټ د پای ټکی ږدي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu