د عمرخېلو قوم سرتاسري شورا له مشرتابه سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۴:۲۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د عمرخېلو قوم سرتاسري شورا له مشرتابه ښاغلي حاجي نادرعمرخېل، د یادې شورا د ځوانانو مشر ښاغلي جمعه خان عمرخېل او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي عمرخېل د یادې شورا د فعالیتونو په اړه د معلومات وړاندې کول ترڅنګ وویل: د شورا له جوړېدو څخه مو موخه په هېواد کې د قومونو ترمنځ د ورورولۍ او ملي یووالي د روحیې پیاوړي کول دي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه سره په همکارۍ کولای شو دا اړیکې لاپیاوړې کړو.

دوی دغه راز د نظام څخه د ملاتړ، د سولې او تلپاتې اوربند غوښتنې په ترڅ کې خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې، چې د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې د زمینې برابرولو په موخه وې له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

mobta

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د یادې شورا فعالیتونو وستایل او ستونزې یې پر ځای وبللې وې ویل: قومي شوراګانې کولای شې، چې په دې حساسو شېبو کې د تلپاتې اوربند او باعزته سولې په اړه خپل غږ اوچت کړي، ځکه افغانان له جګړې ستړي دي او د داسې سولې غوښتونکي دي، چې په هغې کې د خلکو حقوق او لاسته راوړنې خوندي وي.

همدا راز ښاغلي صیمم زیاته کړه دا نظام د تاسو مشرانو، مخورو، ځوانانو او خویندو وروڼو څخه جوړ دی، تاسو باید د خپل نظام ترڅنګ ودرېږئ او پر مخالفینو غږ وکړې چې دایمې اوربند او باعزته سولې ته غاړه کېږدي دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې د جوړېدو لپاره یې باید ټول سره لاس په کار شو.

دغه راز ښاغلي محب الله صمیم د شورا مشرتابه او غړو ته ډاډ وکړ، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي او د ناامنو سمیو ځوانانو ته به د تل په څېر د وزارت اړوندو لېسو کې د زده کړې زمینه برابره کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

په پلازمېنه کابل کې د خوشحال خان لېسې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو څارنه

 

چهارشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست يو لوړ رتبه هيئت د ياد وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسې د زده کوونکو څخه د څلورنيم مياشتنۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱
Background image

خوست کې د څلورنيم مياشتنۍ ازموينو له بهير څخه څارنه ترسره شوه

سه شنبه ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې ریاست له لوري لېږل شوي هیئت خوست ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۳۸
Background image

پروان کې ۱۷ کلنه کاپيسا کې ۱۳ کلنه او په لغمان کې يوه بله شخړه د اړوندو مسؤلينو له لوري هواره شوه

 

دوشنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر په مشري د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په دوامداره ستړياوو د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو. . .

BACK TO NEWS

User account menu